ګډ دښمن

 خلک تل وايي چې مینه خلک سره یوځای کوي، خو ارواپوهنه له دې فکر سره اختلاف لري. هیڅ شی د نفرت په څیر خلک نه متحد کوي. هیڅ شی خلک د ګډ دښمن په څیر د یو بل سره نه یوځای کوي. نو که تاسو وفاداري غواړئ، نو لید یا راتلونکي پلان مه وړاندې کوئ، دښمن وړاندی کړئ.


دا واک ته د رسیدو په اړه زما ۱۷مه لیکنه ده.



په ډله ایز ارواپوهنه کې، یو اصل دومره زوړ دی، چې په عملي توګه زموږ په ډی این ای کې نقش شوی دی. قبیلې د شخړو وروسته جوړیږي، نه د ګډو خوبونو له لارې، بلکې د ګډو ګواښونو له لارې. تاسو دا هرچیرې ګورئ. مذهبي فرقو کې، سیاسي ګوندونه، حتی شخصیتپاله فرقو کې.


دوی ځانونه د هغه څه له مخې تعریفوي چې دوی یې مخالف دي. ځکه چې هغه شیبه چې تاسو یو دښمن وپیژنئ، خلک د افرادو کیدو مخه نیسي او د یو متحد ځواک کیدو هڅه پیل کوي.


کله چې یو څوک د هغه څه په اړه خبرې کوي چې دوی یې مخالف دي، موږ په طبیعي ډول په هغوئ تکیه کوو، اورو یې، او که موږ ورسره موافق یو، موږ ورسره اتحاد او سمون  جوړه و. تاسو د بې طرفه کیدو له لارې نه، بلکې د قطبي کیدو وروسته ځواک رامینځته کوئ. خلک کولی شي یا یې رد کړي یا سره راټول شي. نو خپل هویت د هغه دښمن له مخې تعریف کړئ چې تاسو یې غوره کوئ. که تاسو یو برانډ جوړوئ، یوازې د خپلو ارزښتونو په اړه خبرې مه کوئ. د هغه څه په اړه خبرې وکړئ چې تاسو یې په وړاندې ولاړ یاست.


که تاسو شخصي ځواک جوړوئ، نو د هغه څه په اړه غږ پورته کړئ چې تاسو یې نشئ زغملی، داسې څه چې تاسو ترې کرکه لرئ، داسې څه چې تاسو یې لپاره جګړه کوئ. تاسو اړتیا نلرئ چې جګړې پیل کړئ، مګر تاسو اړتیا لرئ چې د یو څه لپاره ودریږئ، او دا پدې مانا ده چې د بل څه او یو چا په وړاندې ودریږئ. او هغه کسان چې له تاسو سره موافق دي ممکن تاسو په ړوند ډول تعقیب کړي. 


دا پدې مانا ده چې تاسو واقعیت لیدونکی یاست، نه فکری او معنوي. تاسو د انساني طبیعت او ټولنې اصلي متحرکات پیژنئ د هغه څه پرځای چې تاسو یې غواړئ. تاسو د پېښو او شيانو ترمنځ واقعى اړيكى پیژنئ.

Comments

Popular posts from this blog

د اوکراین جګړې ترشا اصلي موخې څه دي؟

ولې تور سور او زرغون زموږ ملي بیرغ نه دی؟

افغانیت د درانیت بل نوم د‌ی