افغانیت د درانیت بل نوم د‌ی


په پیل کې خو باید ووایم چې د مؤمن له بصریت باید ځانونه وساتو، ځکه هغه د الله د نور په مرسته هر څه ویني. په علمي بحثونو کې باید د بوسو لاندې اوبه تیرې نه کړواو تاریخي او علمي حقایق باید ووایو او نشر یې کړو.


د احمد شاه دراني سلطنت نقشه

زه خپله یا په مطلق قومیت چې اسلامیت په کې نه وي او یا په مطلق اسلامیت چې قومیت په کې نه وي ټینګار کوم ځکه دواړه د ملت جوړونۍ لپاره بیله بیلې عقیدې دي او د رضایت او غولنې په موخه د دواړو ادغامول یا ګډول لویه تیروتنه بولم. زموږ بعضې ملګري د افغانیت په نوم په غیر شعوري توګه په حقیقت کې د کندهاریانو بې موجبه برلاسي ته وده ورکوي.


کندهاري شووينستان په خپل سر ملي سمبولونه ټاکي او د هیواد د مالکیت بشپړه ادعا کوي، د دوئ د وطندوستي دروغجن شعارونه باید وننګول شي، له داسې خلکو سره افغانیت پالل اصلا لوئ حماقت دې. داسې خلک د کندهاریانو په مشري او حاکمیت غیر معقول باور لري، حتا په دوئ کې هغه د نااهلو او خاینانو ته هم د ځواکمنو او فضیلت خاوندانو په سترګه کتل کیږي چې د دراني سلطنت پر مهال یې د خپل واک لپاره تر ټولو لویه اراضي اول په صفویانو، وروسته په مغلو او انګریزانو خرڅه کړې، پداسې حال کې چې زموږ په څیر خلک دوئ ته کمزوري، بې ارزښته او سپک ښکاري.
زموږ بعضې هیوادوال بیاله موږ دا تمه لري چې د دوئ په څیر موږ هم د افغانپالنې او پښتونپالنې په نوم له ځان د یو ګټور احمق په جوړولو له دغو جزمي کندهاریانو د خپل غیر مشروط ملاتړ اعلان وکړو. بالله که عقل او وجدان مو دا مني چې ددې سادګانو او ناپونانو په څیر موږ هم د یو څو غولونکو شعارونو تر اغیزې لاندې را شو. دوئ له موږ غواړي چې د دوئ په څیر موږ هم د دغو مرتجعو د سیاسي اجنډاو د مخ وړلو لپاره له ځان د قرباني ګډوری جوړ کړو.


اوس رازم اصلې موضوع ته، افغانیت په حقیقت کې د درانیت بل نوم دې، د افغانستان عمده ستونځه د دراني کورنئ مطلقیت او په واک د دوئ بشپړ انحصار دې. دلته د بېله بیلو ټولنیزو او توکمیزو شالیدونو ترڅنګ جندرونه او قومونه هم ژوند کوي خو تر ننه د واکمني حق نه ورکول کیږي. نن تاجک، ازبک، هزاره، ترکمن او بلوچ خو پریږده، حتا وزیرو، ځدرانو، ځاځیو او وردکو ته هم څوک د مشري حق نه ورکوي. د قومونو په منځ کې تر ننه هیڅ ډول مساوي حالت، په ځانګړې توګه په موقف، حقوقو او فرصتونو کې نه په سترګو کیږي او تر ډیره د مور او مېرې چلند حاکم دې. دلته په واک او سیاست کې د هیڅ ډول ګډون نښې او نښانې نه لیدل کیږي. له پیړیو رهیسې د سیاسي مشارکت د نشتولي له امله موږ فرصتونو او منابعو ته مساوي لاسرسی نلرو، ممکن د تیرو حاکمانو پالیسي همدا وه چې پراته له ځان نور ټول قومونه یا ایسته کړي یا یې لږ ترلږه ګوښه کړي په ځانګړي ډول د نورو اقلیتي ډلو چې موږ سره په دغه جغرافیه کې ګډ ژوند کوي. د افغانستان نوم د انګریزي منشیانو په مرسته د شاه شجاع په واکمني کې د لومړې ځل لپاره د د درانیانو ټولواکمني په بدلولو سره کیښودل شوه، دا چې ولې داسې وشو لاندې یې ولولئ.


ښه، د جمهوریت په څیر امارت هم له عمومي اسلامي عقيدې نه مخالف چلند کوي، شعار او ژبه يې تر ډیره هڅونکي، غولونکې او د اغیزمن تاثیر لپاره ترسیم شوې، مګر د اخلاص یا معنی لرونکي منځپانګې نشتوالی په کې له ورایه ښکاري. زموږ حاکمان په یو قسم پاراډکس (تضاد) کې ژوند کوي. دوئ د مسلمان ملتپالنې پر ځائ افغان ملتپالنه غواړي خو د مؤمنانو له ویرې اسلامیت ته د ژمنتیا کاذبه ادعا کوي ترسو په دې سره ځانونه د مؤمنانو له قهر وژغوري. هدف یې په سیاسي، ټولینز او اقتصادي ډګر کې د اسلام نفوذ کمزورې کول دي، ځکه دوئ اسلام ته د عربانو کلتوري اشغال په سترګه ګوري نه د الهی دین په ټوګه خو د پراخو مخالفتونو، تکفیر او لانجمنو غبرګونونو له ویرې د دواړو د پالو دروغجنه ادعا کوي. واک ته د رسیدلو وروسته دوئ غواړي اسلام د عیسوایت په څیر د کور او جومات تر درشل پورې محدود کړي ترڅو له ټولنې، سیاست او اقتصاد یې په پشپړه توګه حذف کړي. زه فکر کوم اسلامیت او افغانیت د ملت او دولت لپاره دوه بیله بیل سیاسي او ټولنیزې مفکورې دي داسی لکه کفر او ایمان. افغانیت د اسلام له مخې قبیلوي جاهلت ته نږدې دې او اسلامیت مسلمان ملتپالنې ته نږدې دې. اسلامیت مسلمان ملتپالنې ته ویل کیږي یعني هغه اسلامي نظام يا منظمه سیاسي ټولنه چې په هره سیمه او جغرافیه کې یې خلک پرته له ګډ نسل، تاریخ، کلتور او ژبه د اسلام په وجه متحد شوي وي.




بل لور ته افغانیت په ټاکلي ځمکه چې افغانستان بلل کیږي پر میشتو یې چې نه ګډ نسل، نه تاریخ، نه کلتور او نه هم ګډه ژبه لري په زوره د یو لړ قبیلوي متعصبینو، د واک تږو له لوري د زبرځواکونو په مرسته په دغه مظلوم مسلمان ملت تپل کیږي. د مسلمان ملت ترمنځ د نفاق او ویشلو په موخه د قومیت په نوم د ملت او دولت جوړونې دا دسیسه ډیره قوي او اغیزمنه ده.


د هبة الله ملېشو له لوري د اسلامي نظام او شریعي نظم ادعا هم غولونکې ده، ځکه اسلامي نظام یا شریعي نظام هغه منظمې سیاسي ټولنې یا واحد ته ویل کیږي چې په یوه سیمه او یا هیواد کې یې خلک پرته له ګډ نسل، تاریخ، کلتور او ژبه د اسلام په وجه متحد شوي وي. برعکس د دراني واکمنئ پر مهال د احمد شاه بابا لمسیانو د واک لپاره د یو بل په وړاندې کورنئ جګړه وکړه. د تیمور شاه زوئ شاه محمود دراني د خپل ورور شاه زمان خان سترګې وویستلې او د تل لپاره یې لوڼډ کړل، وروسته بیا د احمد شاه بل لمسي شاه شجاع د انګریزانو په مرسته تر خپل واک لاندې سیمه د دراني سلطنت پر ځائ د امارت افغانستان په نوم یادول پیل کړل او د نوي امارت پایتخت یې کابل وګرځوو. بالکل لکه د سعوي عرب بنسټګر عبدالعزیز السعود چې یوه جغرافیه د انګریزانو په مرسته له عثماني امپراتورئ یا سلطنت لومړۍ جلا او وروسته د خپلې کورنئ په نوم ونوموله چې نن ورځ د سعودي عربستان په نوم یادیږي، په تیر وخت کې حاجي میرويس خان هم د صفوي سلطنت څخه د هرات سیمه له نیولو وروسته د هوتکيانو ټولواکمني یا هوتکیانو سلطنت په نوم ونوموله. نن ورځ عربي هيوادونه ځکه اسلامي پسوند نه كاروي او نه هم دا پسوند ځان ته منصوبه وي ځکه هغوئ په دې ښه پوهیږي چې که اسلامي پسوند ورسره یوځائ کړو نو موږ مجبور یو چې خپله خاوره د هجرت لپاره د ټولو مسلمانانو پر مخ خلاص کړو، له ټولو مسلمانانو په هر ځای کې ګډه دفاع وکړو، یو ځائ جګړې ته ننوځو او یو ځائ له جګړې راوځو، په یو مسلمان برید داسی وګڼو لکه په ټولو مسلمانانو برید. عربي نړۍ د منځني ختیځ او شمالي افریقا له ۲۲ هیوادونو څخه جوړه ده، لکه الجزایر، بحرین، جیبوتي، مصر، عراق، اردن، کویت، لبنان، لیبیا، مراکش، موریتانیا، عمان، فلسطین، قطر، سعودي عربستان، سومالیا، سوډان، سوریه، تونس، متحده عربي امارات او یمن. دغه ټول هیوادونه اسلامي پسوند نه کاروي ځکه هغوئ پوهیږي چې حق یې نشي ادا کولی نو له دې مسؤلیت ډډه کوي. د اسلامي پسوند وروسته باید د حکومت نوم او بڼه، موخې بدل او د حاكميت ساحه لامحدوده شي ترڅو د ټولو مسلمانانو ګټې وساتي. د الله او امت علیه ګټې خوندي کړي او د مسلمان ملت یووالي لپاره کار وکړي، ترڅو دوئ په ازاده توګه په اسلامي خاوره تجارت، کاروبار، ورکړه راکړه، استوګنه او تګ او راتګ وکړي.

Comments

Popular posts from this blog

د اوکراین جګړې ترشا اصلي موخې څه دي؟

ولې تور سور او زرغون زموږ ملي بیرغ نه دی؟