ولې تور سور او زرغون زموږ ملي بیرغ نه دی؟
د افغانستان ملي بیرغ له پیل څخه تور و! دا معیاري بیرغ یو له هغه بیرغونو څخه و چې د اسلامي تاریخ له اړخه د مسلمانانو د پیغمبر محمد (ص) لخوا د لومړي ځل لپار د بدر د غزه پر مهال رپاند شو. تاریخ پوهان واېي د خراسان په خاوره چې نن ورځ افغانستان بلل کیږي د ابو مسلم په نوم یو ځوان په ۷۴۷م کې د عباسيانو د پاڅون ملاتړ وروسته همدا تور بیرغ پورته کړل، له همدې امله تور بیرغ د عباسي سلطنت پر مهال د مسلمان ملت ملي بیرغ بلل کیدو. له دې پیښې وروسته په ټوله اسلامي نړۍ کې تور بیرغونه په ټولیزه توګه د مسلمان ملت او په ځانګړي توګه د خراسان او ختیځ سیمو سره تړاو پیدا کړل. تور بیرغ د هوتکي سلطنت برخه هم وه، د اتلسمې میلادي پیړۍ په لومړیو کې هوتکي کورنۍ د خپلې واکمنئ پر مهال له تور بیرغ څخه کار اخیستلو. حاجي میرویس خان هوتک د مسلمانانو د ملاتړ په موخه د صفوي سلطنت په وړاندې د پاڅون وروسته خالص تور بیرغ پورته کړل چې وروسته پرې په سپین رنګ د
شهادت کلیمه هم ور زیاته
تور بیرغ له ۱۸۱۸م څخه تر ۱۸۵۵م د شیر دل خان په مشرئ د کندهار سلطنت کې هم کارول کیده. د دراني سلطنت د ړنګیدو وروسته همدا تور بیرغ لومړی د بارکزی کورنئ لخوا د کابل امارت او وروسته بیا د امیر دوست محمد خان په مشرئ د افغانستان امارت پرمهال کارول شوی، د دوست محمد خان لمسي امیر عبدالرحمان د واکمنئ پر وخت هم له تور بیرغ ګټه اخیستل کیده چې له مړینې وروسته یې په ۱۹۰۱م کال کې د بیرغ په مهر کې یې یو لړ نور بدلونه رامنځته شول خو رنګ یې همغه تور پاتې شو.
څنګه ملی تور بیرغ د غربیانو په فرمایش په تور، سور او زرغون رنګونو واوخت؟
امان الله خان غرب ته د ۷ میاشتو اوږد سفر وروسته د ۱۹۲۸م کال د اګسټ میاشتې په پای کې د لویې جرګې لپاره شاوخوا زر تنه استازي، چې په نارامه توګه د پرتوګ او کمیس پر ځائ د پتلونونو او کورتیو اغستلو ته مجبور کړل شوي و راټول کړل. ده د خپلو پلانونو نوی طرحه وړاندې کړه اوویې ویل چې د پرمختګ لوی راز د اسلامي افکارو، د مسلمان ملت سمبولونو او دودونو په پریښولو کې نغښتي دي. د امان الله خان په اند، د "پرمختګ" مانه د دولت د دودیزو سمبولونو بدلول و، همدارنګه د اجباري لومړنیو زده کړو بیا رغول او د اساسي قانون ټولې مادې چې څلور کاله مخکې لغوه شوې وې بیرته عملي کول وو. امان الله د احمد شاهي یا دراني ټولواکمني تور بيرغ چې په حقیقت کې د رسول الله، راشدینو، عباسي خلفاء و، هوتکي ټولواکمنیو ملي میراث بلل کیدو، زموږ اسلامي ارزښت او د مسلمانانو د ویاړلي تاریخ یوه ستره نښه وه، په درې رنګه بيرغ بدل کړل. دا بیرغ د تور، سور او زرغون درې عمودي پټو څخه جوړ شوې و چې د فرانسې، بلجيم او ايټاليا د بيرغونو د نمونو څخه اخیستل شوې وو.
امان الله خان د توحید کلیمې ترڅنګ د بیرغ په منځ کې د ستوري، جومات او تورې شکلونه د غنمو، غرونو او په یو لوی لمر بدل کړل. دغه جرګه چې د حکومت د وزیرانو په ګډون اکثر د امان الله خان له پلویانو څخه ډکه وه، د ښځو د حقونو په اړه هم یو قانون تصویب کړ او د ښځو د ځواکمنتیا په نوم یې یوه ټولنه هم رامنځته کړه.
په دغه جرګه کې امان الله خان په ښکاره توګه د پردې او حجاب سره خپل مخالفت څرګند کړ او په ورته نورو اقداماتو سره یې چې په دغه جرګې تصویب کړل، په تعلیم او قضاء کې د ملایانو پر رول محدودیتونه شامل وو. د امان الله دغه وړاندیزونو د امضاء کولو سره سره، دجرګې ډیری استازي د امان الله خان د افراطي فکر په اړه ناخوښه وو او کورونو ته د تلو سره سم یې خپلې اندیښنې د خپل قوم خلکو سره شریکې کړې. څو ورځې وروسته په کابل کې بغاوتونه پیل شول، چې د امان خان شاهي پوځ په ډیر بې رحمۍ سره وځپل. بل خوا په قطغان ولایت کې چې نن ورځ تخار، کندوز او بغلان ولایتونو ویشل شوي کې څو ملایانو په خطبه کې د امیر په توګه د امان الله خان د نوم له اخیستلو ډډه وکړه. دلته په شور بازار کې هم د حضرت ورور ګل اغا مجددي، د تګاب ملا اخندزاده او حامد الله صافي د امان الله خان د پلانونو د غندلو فتوا صادره کړه چې وروسته بیا د دار الافتاء د څلورو سوو نورو علماء و له خوا لاسلیک شوه.
کله چې ګل اغا پاچا امان الله خان ته فتوا وړاندې کړه، امان الله د حضرت کورنۍ د انګرېزانو په جاسوسئ تورنه کړه او په زندان کې يې واچول. د بیرغ د بدلولو وروسته د خوست، پکتیا او ننګرهار بانفوذه قومي او مذهبي مشرانو د امان الله خان د ليدلو هڅه وکړه خو امان له دوئ سره د هر ډول لیدلو او خبرو اترو څخه ډډه وکړه، له غرب کابل ته دده د راستنېدو وروسته د یو مشرپه توګه ده د هغه خلکو له لیدلو څخه هم ډده وکړه چې دده د ښه راغلاست لپاره په کابل کې له ډیرې مودې راټول شوي وو او غوښتل يې چې د هغه نوي پالیسو او کړنو په اړه خپلې اندېښنې څرګندې کړي.
ناڅاپه ملکه ثریا بیا ټول حدونه مات کړل، په عام محضر کې سر لوڅې راښکاره شوه او د امان افغان په نوم یوه مجله کې یې یو لړ مقالې خپرې کړې چې په کې یې دا استدلال کاو چې الله او د هغه رسول نه په قرآن او نه هم په حدیثو کې د ښځې له زده کړو مسلمانې ښځې منع کړي او نه د بشپړ حجاب کومه غوښتنه یې ترې کړې. د انيس په نامه په يوې بلې اغېزمنې ورځپاڼې کې یې هم پر ملايانو او پيرانو سختې نیوکې وکړې. له دغو لیکنو وروسته اختلافات په چټکۍ سره په ښکاره بغاوت واوختل. کله چې امان الله خان هڅه وکړه چې د کابل تر ټولو ستر شریعي قاضي عبدالرحمن وهڅوي چې د هغه نوي قوانینو په ملاتړ یوه فتوا صادره کړي، قاضي چې په هغه وخت کې د شور بازار د حضرت مرید و، ددې غوښتنې څخه ښکاره انکار وکړ. دلته د امان الله خان له لوري هغه او یو لړ نورو علماء و ته د اعدام ګواښ وروسته د کوهستان او تګاب څخه هم عبدالرحمن، ګل آغا او نور مخالف علماء خوست ته وتښتېدل او هڅه یې وکړه چې احمدزیان او نور پښتانه قومونه پاڅون ته وهڅوي. خو د خیانت په جرم لومړۍ بندیان او وروسته بیا د ۱۹۲۸م کال د اکتوبر په وروستیو کې په عام محضر کې اعدام شول.
امان الله خان د خپلو افراطي پالیسو په اړه د اعتراضونو له زیاتیدو سره سره له شاتګ څخه ډډه وکړه. د اکټوبر په پای کې امان الله خان د خپلو نږدې ملاتړچیانو یو دربار جوړ کړ او په راتلونکي څلورو ورځو کې یې پرله پسې لا نور بنسټیز بدلونونه په ګوته کړل.
۱. لومړی یې د پنجشنبې ورځ د جمعې د ورځې پر ځائ د رسمي رخصتي په توګه اعلان کړه.
۲. دوهم هر هغه څوک چې په کابل کې اوسیږي او یا یې لیدنه کوي، باید پتلون او کورتئ یا غربي جامې واغوندي.
۳. دریم له یو ډیر وادونه کول یې غیر قانوني وګرځول.
۴. څلورم ټول ماشومان که هلکان وي او که جینکئ باید په اجباري توګه یوځائ په یوه ټولګي کې زده کړې وکړي.
۵. پنځم په هر ولایت کې باید د غربي ښوونځیو ښوونځي پرانیستل شي او مسلمان انجونې پرته له محرمه اروپا ته د زده کړو لپاره د تللو اجازه ولري.
امان الله خان همدلته تم نشو ورسته یې بیا په اسلامي تاسیساتو باندې وحشيانه بریدونه پیل کړ او د هیواد د ټولو ناخوالو پړه یې په مستقیمه ټوګه په ملایانو واچوله. د خپلې وینا په پای کې یې، د پردې او حجاب سره خپل ښکاره مخالفت یو ځل بیا تکرار کړ. د امان خان د وینا پر مهال دده میرمن ملکه ثریا او نورو حاضرو میرمنو په خوښۍ سره د هغه په ملاتړ خپل تکري له سره لیرې کړل. د امان الله خان دغه وینا او د ملکې په دې اساسو شیبو کې دا ګستاخي د دوئ د واکمني په تابوت وروستی میخ ټک وهو. څو اونۍ وروسته د ننګرهار شینوارو هم د مالیې اخیستلو، جبري عسکري خدمت، د غربي جامو د تطبیق، د دولتي مامورینو رشوت او د امان الله خان له لوري د پرمختګ په نوم د خلکو په لګښت له غربی هیوادونو د پراخ سودي پور اخیستلو او د ملکې ثریا د بې حیاېي په شمول د مختلفو نورو دلایلو له مخې پاڅون وکړ. بل لور ته په کور دننه او بهر یو شمیر اسلامي شخصیتونوهم د امان الله خان په وړاندې د پاڅون په ملاتړ کې فتوای صادر کړې او امان الله خان او د هغه ټوله اداره یې مرتد او د اسلام او مسلمانانو دښمنان وبلل.
امان الله خان د خپل تخت د ساتلو لپاره له ناکامو هڅو وروسته، د جنوري په ۱۴ ۱۹۲۹م کې د هند له لارې لومړی ایټالیا او بیا وروسته سویس ته وتښتیدلو. نوموړی د ۱۹۶۰ کال د اپریل په ۲۶ په زیوریخ ښکار کې مړ شو او وروسته په جلال اباد کې د خپل پلارامیر حبیب الله خان د مقبرې ترڅنګ خاورو ته وسپارل شو.
This comment has been removed by the author.
ReplyDelete