نیوکه

 هر کله چې په تاسو خلک نیوکه کوي، تاسو لویږئ او په ګونډو شئ. تاسو زر د ځان سپینولو یا سم ښودلو هڅه کوئ، خپل عملونه تشریح کوئ، او په دې کولو سره، تاسو ځان د کمزورۍ په حالت کې بدلوئ. خو نیوکه باید تاسو له منځه یوسي. یو پټ تخنیک شتون لري چې تاسو یې کارولی شئ ترڅو دا ستاسو ترټولو لوی وسله وګرځوئ. دا واک ته د رسیدو لپاره زما شپاړسمه لیکنه ده.


دې ته ستراتیژیک لانجه یا شخړه ویل کیږي. کله چې تاسو د ځان په اړه منفي نظر ترلاسه کوئ، نو بی اختیاره د ځان په تشریح کولو پیل کوئ، پلمې لټوئ، خپل عملونه توجیه کوئ، یا بخښنه غواړئ.



مګر دا تاسو کمزوری او غبرګون ښوونکې ښکاره کوي. پرځای یې، د ځان دفاع پرته نیوکه ومنئ او په خبرو اترو یې بدله کړئ.


د دې پرځای چې ووایاست، هو ما دا کار کړی دی ځکه چې، دا او هغه،  داسی ووایئ.


د معلوماتو له شریکولو څخه مو مننه. زه به خوښ شم چې د دې په اړه نور له واورم چې تاسو څنګه دې پایلې ته رسیدلي یاست؟ دا کیسه بدلوي. اوس بل کس اړتیا لري چې ستاسو پرځای خپل دریځ توجیه کړي. نور تاسو هغه څوک یاست چې پوښتنې کوئ. دوی هغه څوک دي چې باید غبرګون وښيي. د خلکو ۹۰٪ نظرونه د انګیرنو یا احساساتو پرته بل څه نه وي.


یوازې د دریو څخه تر پنځو پوښتنو وروسته، د دوی ټول دریځ ماتیږي. دا دوی ته دوه انتخابونه پریږدي. یا به بیرته له خپلو خبرو تیر شي او یا به خپل نیوکه بیرته واخلئ، یا به غلی کیني، یا به احساساتي شئ، او غلطۍ وکړئ. خلاصه په دواړو حالتونو کې، تاسو ګټونکي یاست.

Comments

Popular posts from this blog

د اوکراین جګړې ترشا اصلي موخې څه دي؟

ولې تور سور او زرغون زموږ ملي بیرغ نه دی؟

افغانیت د درانیت بل نوم د‌ی