زغم
ته فکر کوې چې زغم له تا څخه یو ښه انسان جوړوي. خو که ته هر څه زغمې، نو ته د هیڅ شی نه یې. ته دا د یو ښه انسان، اخلاقي کس په توګه بولې، خو په حقیقت کې ته دومره کمزوری یې چې له خپلو ارزښتونو دفاع نشی کولې او زغم د دې لپاره د بهانې په توګه کاروې. دا واک ته د رسېدلو لپاره زما ۱۷مه لیکنه ده.
بې پولې او بی کرښې سړی د ملا تیر نلري. ارواپوهنه موږ ته ښیي چې قوي شخصي هویت له څرګند توپیرونو څخه سرچینه اخلي. یعني هغه څه چې ته یې منې، او تر ټولو مهم، هغه څه چې ته رده وې باید ښکاره وي.
خلک فکر کوي چې خلاص ذهنیت درلودل پدې معنی دي چې هرڅه وزغمې، مګر اصلي ځواک په هغه څه کې نه دی چې ته یې اجازه ورکوې. دا په هغه څه کې دی چې ته یې رده وې.
کله چې ته دروغ، بې احترامي، سپکاوی یا غولول زغمې، نو ته یو روښانه سیګنال لیږې چې ستا دوکه کول اسانه دي او خلک حق لري چې له تا څخه کار واخلي.
ستا چوپتیا اجازه ګرځي. ستا انعطاف ستا کمزوری ګرځي . ستا د خوښې اړتیا ستا د غاړې په شاوخوا کې یوه پټۍ ګرځي، او هر لاسوهونکی به ستا پټئ راکاږي.
نو ستا حدود څه دي؟
ستا ارزښتونه څه دي؟
ته له کومه ځایه سره کرښه راکاږې؟ او آیا تاسو دا سره کرښه په شګه او که په ډبره رسمه وې؟
ایا ته ویره لرئ چې خلک به خپه او نا آرامه کړی؟ ترڅو دوی یا تاسو د درناوي او یا له تاسو لرې تګ ترمنځ یو شی غوره کړي؟ د نورو زغم به تاسو ته ځواک در نکړي. مګر حدود به یې درکړي.
Comments
Post a Comment