د رښتینې قدرت هنر
یو دلیل چې تاسو به هیڅکله ریښتینی ځواک ونه لرئ په ساده ډول تاسو تر دی دمه اصلا نه پوهیږئ چې دا څه شی دی. ډیری خلک فکر کوي چې ځواک له تکړه والي، حیثیت یا هوښیارتیا په وجه راځي. مګر دا دروغ دي.
ځواک له غوښتنې څخه راځي. هغه څوک چې یو څه غواړي کنټرول کیدی شي. هغه څوک چې هیڅ شی ته اړتیا نلري هغه نشي کنټرول یا لمس کیدی.
دا واک ته د رسیدو لپاره زما یوولسمه لیکنه ده. ځواک د تسلط په درلودلو نه پیل کیږي. دا په دی پوهیدو له امله پیل کیږي چې خلک څه غواړي، څه ته یې زړه کیږي. تاسو په هغه سړي واک لرئ شئ چې د پیژندنې له لارې حیثیت غواړي، په هغه ښځه چې مینه او الفت غواړي، او د پرمختګ د وهم له لارې د خوراډير ليوال کس باندې تسلط کول.
نو له ځانه وپوښتئ، هغه څه دي چې تاسو یې غواړئ؟
ځکه چې هغه څوک چې دا مخکې له مخکې معلومه کړي مالک دی..
Comments
Post a Comment