ادرک

 خلک ددی پروا نه کوي چې تاسو په حقیقت کې څوک یاست. دوئ یوازې د دې پروا کوي چې تاسو ځان څنګه په خلکو پیژنئ. که تاسو ځان ته چوکاټ جوړ نه کړئ، نو بل څوک به یې درته جوړ کړي. او تاسو به هغه رول خوښ نه کړئ چې دوی یې تاسو ته درکوي.


دا واک ته د رسیدو په اړه زما څلورمه لیکنه ده.


خلک حقیقت پسې نه ځي. دوی د هغې ترټولو قانع کونکې نسخې پسې ځي. له همدې امله په ځان ډاډه احمق د یو شکمن نابغه په ​​پرتله ډیر درناوی ترلاسه کوي. ادراک هر وخت واقعیت ماتوي.



ستاسو دریځ، ستاسو غږ، ستاسو د ناستې ځائ. دا ټول خلکو ته ښاېي چې څنګه له تاسو سره چلند وکړئ. مخکې لدې چې تاسو خلکو ته خپله خوله خلاصه کړئ او یا مخکې له دی چې یو جمله خبرې وکړئ. داسې تګ وکړه لکه څنګه ته چې ددی ځای وې، او خلک داسی فرض وکړي چې ته د همدی ځای یې. زړه نازړه شه، نو دوی به له تاسو سره د یو بهرني په څیر چلند وکړي. له همدې امله ځواکمن خلک هیڅکله توضیحات نه ورکوي. دوی اعلان کوي. دوی اجازه نه غواړي. دوی واک په غاړه اخلي. خلک به تل تاسو په یوه بکس یا صندق کې اچول غواړي. نو دا ډاډ ترلاسه کړئ چې ته هغه څوک یې ځان په پخپله جوړوي.

Comments

Popular posts from this blog

د اوکراین جګړې ترشا اصلي موخې څه دي؟

ولې تور سور او زرغون زموږ ملي بیرغ نه دی؟

افغانیت د درانیت بل نوم د‌ی