پور او پیغور
ته ښه سړې نه یې، ته یو کمزوری سړې یې. نورو ته ګټه رڅول پرته له دې چې بیرته څه ترلاسه کړی، سخاوت نه دی. دا د نورو غوښتنو ته تسلیمیدل دي. ځواکمن خلک په ړانده توګه هر چا ته هر څه نه ورکوي. دوی په ستراتیژیک ډول ورکول کوي. ځکه چې دوی د انسان په طبیعت کې یو له خورا خطرناکو رواني ځواکونو څخه خبر وي. هغه د پورونو بیرته ورکولو اړتیا ده، پښتنه واېي پردي ډوډئ یا پور وي یا پیغور.
دا واک ته د رسیدو په اړه زما لسمه لیکنه ده.
انسانان د عدم توازن یا نابرابري څخه په طبعي توګه د کرکې کولو لپاره عیارشوي دي. که موږ داسې احساس وکړو چې موږ د یو چا پوره وړي یو نو په هغه شپه موږ ښه خوب نشو کولی. دا د ژوندي پاتې کیدو لپاره یو تکاملي میکانیزم دی. هغه کسان چې احسانونه یې نه دي ادا کړي ډډې ته شوي، بې باوره شوي، شاته پاتې شوي. دا بی اختیاره غزیزه نن ورځ هم زموږ چلند اداره کوي. که تاسو پرې پوه شوئ، نو تاسو کولی شئ په سمه توګه ترې کار واخلئ.
نیکي وکړئ، مګر د یو هدف لپاره. د یو کوچنی احسان، ستاینې او یو سلام او کلام چې ریښتینی ښکاري، بیا شاته شئ او هیڅ شی له چا مه وغواړئ. تاسو به وګورئ نا آرامۍ به په دوئ کې وده وکړي. دوی به یې احساس کړي. د حساب برابرولو حس به دوئ تر هغه تنګه وي، ترڅو چې دغه غلي فشارونه کم کړي نه وي. دا هغه وخت دی چې تاسو به د دوئ بادار شئ. ځکه نور دوی د آزادې ارادې په اساس عمل نه کوي. دوی د ګناه احساس، د عدم توازن احساس، د یوې بې شعوره اړتیا به اساس عمل کوي او هغه کوي د دې ګناه یا پور څخه ځان پاک کړي. او کله چې تاسو بالاخره خپل قیمت یا ارزښت دوئ ته ښکاره کړئ، دوی به ستاسو لپاره د هرڅه کولو لپاره منندویه وي، یوازې د دې لپاره چې پور او پیغور ځان خلاص کړي او خپل حساب برابر کړي.
Comments
Post a Comment