صبر
په مجلسونو کې تر ټولو ځواکمن کس هغه نه دی چې ډېرې خبرې کوي. دا هغه څوک دی چې انتظار کوي. هغه څوک چې چوپ ناست وي، ګوري، معلومات راټولوي، پداسې حال کې چې نور ټول ځانونه ښکاره کوي. مګر ډیری خلک د فشار مخه نه ویني. دوی لومړی خبرې کوي. دوی لومړی برید کوي. دوی خپل لاس ښیې، او هغه شیبه چې دوی دا کار وکړي، دوی ماتې وخوړله.
دا واک ته د رسیدو په اړه زما نهمه لیکنه ده.
ځکه کله چې تاسو لومړی حرکت کوئ، تاسو هغه یو شی چې تاسو ته ځواک درکوي پریږدئ. هغه د معلوماتو تشه یا نابرابري ده. په خبرو اترو، بحثونو یا حتی د ذهن په لوبو کې. څوک چې لومړی خبرې کوي هغه څه څرګندوي چې دوی یې غواړي، دوی ترې ویره لري، دوی څومره لرې تګ ته لیواله دي، او کله چې دا په ښکاره ډول څرګند شي، دا نور بیا ګټه نه لري، نور بیا دا یوه کمزوری شي.
استخبارات دا تاکتیک د یرغمل په مهال د خبرو اترو په وخت کاروي. دوی لومړی وړاندیز نه کوي. دوی خپل پلان نه وړاندې کوي. دوی انتظار کوي. ځکه کله چې تاسو لومړی حرکت وکړئ، تاسو بل اړخ ته د غبرګون ښودلو لپاره یو څه ورکوئ، نو عکس العمل تل د لومړی ګام یا پیل څخه قوي وي، ځکه چې اوس دوی داسې معلومات لري چې تاسو یې نلرئ. نو قاعده دا ده چې هیڅکله لومړی خبرې مه کوئ. هیڅکله لومړی ګوزار مه کوئ، په لفظي توګه یا بل ډول. پریږدئ چې بل اړخ لومړی حرکت وکړي. اجازه ورکړئ چې دوی خپل پتې یا کارتونه وښيي.
اجازه ورکړئ چې دوی خپله هڅه وکړي چې تاسو متاثره کړي، تاسو بهر کړي، تاسو باندې د برلاسي هڅه وکړي، ځکه په دې کولو سره، دوی هرڅه ښکاره کوي. پداسې حال کې چې تاسو هلته قرار ناست یې، په خاموشي سره محاسبه کوئ. ځکه هر هغه څوک چې د لومړی ګام وروسته حرکت کوي د لوبې پایله کنټرولوي.
Comments
Post a Comment