څرګندیدل

 قدرت یوازې د هغه څه په اړه نه دی چې تاسو یې کوئ. دا د دې په اړه دی چې څوک تاسو د دې د قدرت ښکاره کولو پر مهال ویني. ځکه چې پدې نړۍ کې، که تاسو څرګند نه یاست، تاسو اصلا شتون نلرئ.


د واک په اړه دا زما پنځمه لیکنه ده.


پیژندګلوي اغیزه رامینځته کوي. هرڅومره چې خلک تاسو وویني، هومره تاسو د دوی په ذهنونو کې مهم کیږئ. له همدې امله مشهور شخصیتونه، سیاستوال او میلیاردران په پام کې نیول کیږي. نه یوازې د ستاینې لپاره، بلکه د اړونده پاتې کیدو لپاره هر وخت راڅرګندل اړین دي.


مګر دلته یوه تېروتنه چې کمزوري خلک یې تل ترسره کوي. دوی لید د شتون سره ګډوډوي. که هر ځائ کې حاضر او شاوخوا موجود یاست، نو تاسو به د وړاندوینې وړ شئ، تمه کیدونکي او بلااخره یو عادي کس کیږئ. هیڅ شی قدرت په ګړندی توګه نه وژني مګر د خلکو له لوري ښکاره اوڅرګنده انګیرل کیدل یا د هغوئ له لوري مسلم ګڼل.


له همدې امله د ځواک ریښتیني لوبغاړي په ستراتیژیک ډول شتون لري. دوی هغه وخت راڅرګندیږي کله چې اړیتا وي، بیا ورک وي کله چې اړتیا نه وي، او خپل هر شتون د یوې پیښې په اساس کوي. لیدل کیږئ، مګر هر ځائ که نه. حاضر وي، مګر د وړاندوینې وړ نه. ځکه چې په پای کې، ځواک یوازې د دې په پورې اړه نلري چې تاسو څوک یاست. دا په دې پورې اړه لري چې تاسو څوک یادوي.

Comments

Popular posts from this blog

د اوکراین جګړې ترشا اصلي موخې څه دي؟

ولې تور سور او زرغون زموږ ملي بیرغ نه دی؟

افغانیت د درانیت بل نوم د‌ی