حیثیت

 هر څه چې تاسو یې کوئ د حیثیت له مخې رهبري کیږي. دا چې تاسو کومې جامې تاسو اغوندي، په کوم ډول خبرې کوئ او هغه څه چې تاسو په ټولنیزو رسنیو کې نشره وئ، دا هرڅه د پټې د مراتبو سلسله تعقیبوي. خلاصه یا یې تاسو وکاروئ یا به تاسو د هغې لخوا کارول کیږئ. 


 دا واک ته د رسیدو لپاره زما لومړۍ مقاله ده. که تاسو په فعاله توګه د مراتبو سلسلې پړاونو څخه نه تیریږئ، تاسو به د  نورو لخوا تر پښو لاندې شئ، واک په میدان کې بی طرفي نشته، هیڅ منځلارې دریځ نشته، یا به هغه څوک یاست چې ستاینه مو کیږي او یا هغه څوک چې له پامه غورځول کیږي. په داسې نړۍ کې چې استدراک هرڅه دي، له پامه غورځیدل د ورکیدو په مانه ده. هغه خلک چې ځواک لري دوئ دا په ناڅاپي ډول نه دي ترلاسه کړي. دوی په یو شی پوهیدل. په ژوند د ښه کیدو په اړه ندې. ژوند د نورو لخوا د ارزښتناکه په توګه د لیدلو په اړه دی. 

هغه څوک چې دوامداره ځواک نه ښاېي، دوی له پامه غورځول کیږي. هم په ټولنیز، مسلکي توګه او هم په رومانتيک ډول. تاسو کولی شئ ځان ته ووایاست چې حیثیت اصلا مهم نه دی، واک د نورو لپاره دی، او دا چې تاسو له دې ټولو پورته اخلاقي فکر لرئ. خو .واقعیتونه ستاسو د احساساتو پروا نه کوي. یا خپله لوبه وکړئ یا به د بل چا په لاس لوبیږئ

Comments

Popular posts from this blog

د اوکراین جګړې ترشا اصلي موخې څه دي؟

ولې تور سور او زرغون زموږ ملي بیرغ نه دی؟

افغانیت د درانیت بل نوم د‌ی