د اسلامي نظام څلی
اسلامي نظام
زما خپله شننه دا ده چې تر ننه د دولت او حکومت د څرنګولې په اړه یو واحد نظر نشته. بعضې په مطلق ډول اسلامي دولت او مسلمان ملتپالنه غواړي نور بیا د غیر اسلامي چې تر ډیره غربي هیوادونو کې عام ده د تشکیل هیله څرګنده وي.
په دې اړه خو ټول همغږه یو چې تر هغه یو خپلواک دولت چې ډیری وګړي له نسلي، تاریخي، کلتوري یا ژبني توپیرونو سربیره په یو هویت او یو مشر راټول نشي زموږ ستونځې نه حل کیږي.
په اسلامي نظام بحث پیله ؤ، اسلامي نظام هغه خپلواکه دولت ته ویل کیږي چې اوسیدونکي یې د اسلام له امله متحد شوي وي نه ژبه، نه رنګ، نه سیمه او نه هم قوم.
د مثال په ډول، عربي هيوادونه ځکه اسلامي پسوند او پیشوند نه كاروي او نه هم دا پسوند ځانونو ته منصوبه وي ځکه هغوئ په دې ښه پوهیږي چې که اسلامي پسوند ورسره یوځائ کړو لکه اسلامی سعودي، یا اسلامی اردن نو موږ مجبور یو چې خپله خاوره د هجرت لپاره د ټولو مسلمانانو پر مخ خلاص کړو، له ټولو مسلمانانو په هر ځای کې ګډه دفاع وکړو، یو ځائ جګړې ته ننوځو او یو ځائ له جګړې راوځو، یو ملي بیرغ ولرو او په یو مسلمان برید داسی وګڼو لکه په ټولو مسلمانانو برید.
عربي نړۍ د منځني ختیځ او شمالي افریقا له ۲۲ هیوادونو څخه جوړه ده، لکه الجزایر، بحرین، جیبوتي، مصر، عراق، اردن، کویت، لبنان، لیبیا، مراکش، موریتانیا، عمان، فلسطین، قطر، سعودي عربستان، سومالیا، سوډان، سوریه، تونس، متحده عربي امارات او یمن. دغه ټول هیوادونه اسلامي پسوند نه کاروي ځکه هغوئ پوهیږي چې حق یې نشي ادا کولی نو له دې مسؤلیت ډډه کوي. د نورې نړئ مسلمانان په ځانګړي توګه عربان د هبة الله ملېشو په څیر نیرنګ نه کوي او نه هم د افغانستان په نوم د یو کورني حکومت ته اسلامي واېي. د نورو سره دوکه کول یا چل کول د دې لپاره چې دوی په هغه څه باور وکړي چې ریښتیا نه وي د اسلام او مسلمانان حیثیت او اعتبار له منځه وړي.
بهر حال د اسلامي پسوند وروسته باید د حکومت نوم او بڼه، موخې بدل او د حاكميت ساحه لامحدوده شي ترڅو د ټولو مسلمانانو ګټې وساتي. نه یوازې د مسلمان ملت بلکې د الله او امت علیاء ګټې خوندي کړي او د مسلمان ملت یووالي لپاره کار وکړي، ترڅو دوئ په ازاده توګه په اسلامي خاوره تجارت، کاروبار، ورکړه راکړه، استوګنه او تګ او راتګ وکړي. په یو لاس کې دوه هندوانې نه نیول کیږي، لکه په یو هیواد کې چې دوه نظامونه نه چلیږي. د ښه تحلیل لپاره دا استعاره اړینه ده. راځې نن درباندې د اسلامي نظام څلی وپیژنم.
زه خپله یا په مطلق افغانیت او یا په مطلق اسلامیت ټینګار کوم ځکه دواړه د ملت جوړونۍ لپاره بیله بیل ارزښتونه دي. له بده مرغه زموږ سیاسون د رضایت او غولنې په موخه د دواړو د ادغامولو یا ګډولو هڅه کوي چې زه دا لویه تیروتنه بولم. افغانیت د جغرافیې په اساس او اسلامیت د دین په اساس ارزښتونه دي. د جمهوریت په څیر امارت هم له عمومي اسلامي عقيدې نه مخالف چلند کوي، شعار او ژبه يې تر ډیره هڅونکي، غولونکې او د اغیزمن تاثیر لپاره ترسیم شوې، مګر د اخلاص یا معنی لرونکي منځپانګې نشتوالی په کې له ورایه ښکاري. زموږ حاکمان په یو قسم پاراډکس (تضاد) کې ژوند کوي. دوئ دمسلمانملتپالنې پر ځائ افغانقومپالنه غواړي خو د مومنانو له ویرې اسلامیت ته د ژمنتیه کاذبه ادعا کوي ترسو په دې سره ځانونه د مومنانو له غذب او قهر وژغوري. هدف یې په سیاسي، ټولینز او اقتصادي ډګر کې د اسلام نفوذ کمزورې کول دي، ځکه دوئ اسلام ته د عربانو کلتوري اشعال په سترګه ګوري خو د پراخو مخالفتونو، تکفیر او لانجمنو غبرګونونو له ویرې دواړه پالي. دوئ غواړي اسلام د عیسوایت په څیر د کور او جومات تر درشل له محدودولو وروسته له ټولنې، سیاست، دولت او اقتصاد په پشپړه توګه حذف کړي.
زما په اند اسلامیت او افغانیت د ملت او دولت لپاره دوه بیله بیل سیاسي او ټولنیزی مفکورې دي داسی لکه کفر او ایمان. افغانیت د اسلام د مخه قبیلوي جاهلت ته نږدې دې اواسلامیت پوهې ته، اسلامیت مسلمان ملتپالنې ته ویل کیږي یعني هغه اسلامي نظام يا منظمه سیاسي ټولنه چې په هره سیمه او جغرافیه کې یې خلک پرته له ګډ نسل، تاریخ، کلتور او ژبه د اسلام په وجه متحد شوي وي. بل لور ته افغانیت په ټاکلي ځمکه چې افغانستان بلل کیږي پر میشتو یې چې نه ګډ نسل، نه تاریخ، نه کلتور او نه هم ګډه ژبه لري په
زوره د پښتونپالو اجیر حکومتونو او یا د هغوئ د زبرځواکونو په مرسته په دغه مظلوم مسلمان ولس تپل کیږي.
زوره د پښتونپالو اجیر حکومتونو او یا د هغوئ د زبرځواکونو په مرسته په دغه مظلوم مسلمان ولس تپل کیږي.
. دغه جدول یا اساسنامې ته په کتلو ویلې شو چې د اسلامي دولت ادعا د اسلامي نظام په اړه سمه او د افغاني امارت غلطه ده
قومپالنه
قومپالنه، د خپل قوم په نوم پېژندګلوۍ او د خپل قوم د ګټو څخه ملاتړ، په ځانګړې توګه د نورو قومونو د ګټو په ګوښه کولو یا هغوئ ته په زیان رسولو سره خپل قوم برلاسي کولو ته ویل کیږي. ټول قومپاله یو د ځانګړي قوم او د خپلې ژبې، رنګ یا نسل خلکو د سیاسي خپلواکۍ ملاتړ یا د هغې لپاره وکالت کوي.
شخصیت پرستي
د شخصیت پرستي کلتور په افغانستان له بدمرغه ډیر غښتلې دې، دلته موقف او منصب لرونکي خلکو ته، په ځانګړې توګه سیاسي څیرو ته د خلکو ډیره ستاینه یا له حده ډیره عقیده افراطي بنه غوره کړې.
لوی افغانستان
بل لور ته یو څو کسه عصبیان ټوله ورځ دلته ناست وي او د لوی افغانستان جوړولو په نوم د یو پښتون دولت خوبونه وینې، د مسلمانانو په خاوره د ډیموکراسي، ازادي او انساني حقوقو په پلمه د مسلمان ملت ضد له کرکې ډکه پښتون ملتپالونکي مفکوره خپرول موږ ته له ګټې تاوان ډیر کړې. نن د بیله بیلو ژبو ویونکي قومونو ترمنځ کرکه او تعصب تر هر بل وخت ډیر شوې چې لامل یې همدا عصبیان دي. برلاسي پښتانه د خپل تسلط په موخه تل ژبه کاروي. خو له دې ناخبره دي چې قومي سیاست او ژبني سیاست اكثر خت د نورو ژبو ویونکي هم ورته سياستونو ته مجبوره وي. د بیلګې په توګه کله چې موږ د لوی افغانستان ادعا یواځې د لر او بر پښتنو لپاره ترسره کوو نو په افغانستان کې میشت د نورو ژبو قومونه هم ځان ته دا حق ورکوي چې په تاجکستان، ازبکستان او ایران کې د میشتو ازبکو، ترکمنو، تاجکو او بلوچو د یووالي لپاره غږ پورته کړي، خپلواکه دولت او ملت ولري، ترڅو هغوې هم د لوۍ افغانستان په څیر لوی پلوچستان یا لوی خراسان، لوی ازبکستان او لوی تاجکستان تر سیوري لاندې راټول شي یا لږ تر لږه له افغانستان څخه د بیلتون وروسته له ګاونډي هیوادونو سره یوځې شي.
که د یووالي غږ پورته کوئ نو د ټول مسلمان ملت د یووالي لپاره یې پورته کړئ کني دا جنونیان او فاشستان مو نور در وتړئ!
Comments
Post a Comment