نړیوال بشري مرستې که د هبة الله ملېشو معاشات؟
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت تیره ربع سیګار ته وویل چې د ملګرو ملتونو نغدي کڅوړې له ۴۰ ملیون ۸۰ ملیون ډالرو ته پورته شوي چې اوس په اوسط ډول هره اونئ ۸۰ ملیون ډالر د کابل ادارې د ټینګښت په موخه مصرفیږي. خو اخر ولی؟
نن به له یو بل حقیقت پرده پورته کړم هغه دا چې دغه ډالري کڅوړې د کوم هدف لپاره رالیږل کیږي، او ولې امریکا د خپلو ملېشو دغې اجورې یا (معاشاتو) ته د بشري مرستو نوم ورکوي.
د بشري مرستو په نوم دا ډالري کڅوړې په اصل کې د دښمن هیواد چې اوس په کې د امریکا ملاتړې ملېشه یا ګوډاګېان واکمن دي د اقتصادي، سیاسي، کلتوري او پراختیاېي ودې په موخه د خیریه مؤسساتو او یا هم د نوي ملاتړي حکومت د ادارو له لخوا په مصرف رسیږي.
د دغه بشري مرستو ښکاره هدف مسلمانان په نوي حکومت باوري کول دي. داسې مرستې د مسلمانانو حساسیت، ضدیت، شكونه او کرکه د نوي لاسپوسي حکومت په اړه راکمه وي. د سیاسي علومو پوهان واېي، د نظامي زور کارولو پر ځائ د مسلمانانو د کنټرول او یا هم په هغوئ کې د ژور نفوذ لپاره په ځانګړې توګه په پخواني تحت الحمایوي هیوادونو کې تر ټولو غوره لاره د بشري مرستو سیروم تیرول دي.
د بشري مرستو په نوم دغه مرستې د بادار هیواد یا استعماري زبرځواک لخواه د دوئ د ملاتړي حکومت یا قراردادي ملېشو لپاره چې په خلکو کې تر ډیره بدنام، مخرور او منفور وي تر ټولو اغیزمنه تګلاره بلل کیږي.
د زبرځواک لخوه د بشري مرستو ویشلو وروسته د نوي غلامې ادارې په اړه د مسلمانانو چوپتیا او ارامتیا ترلاسه کول د نظامي ځواک په پرتله په خورا اغیزمنه او ارزانه توګه ترلاسه کیدلی شي. دا ډالري کڅوړې که څه هم د هبة الله ملېشو ته په مستقیم ډول نه ورکول کیږي خو بیا هم ګټه یې یو ډول د دوئ حکومت ته رسیږي.
هغه څنګه؟
د بشري مرستو اصلي هدف د نوي ملاتړي حکومت په ټینګښت، خلکو ته د خدمامتو په رسولو، د دولتي ادارو پیاوړتیا، د حکومتي کارمندانو د ظرفیت لوړول، د اسعارو ثبات ساتل او د نوي حکومت په وړاندی د دوامداره او هر ډول مخالفت او مقاومت که هغه ملکي وي او که نیمه نظامي له منځه وړل دي.
دا ډول مرستې د مقاومت جنګیالیو او یا د مجاهدینو روحیې ماتولو لپاره هم کارول کیږي. کله چي مومنان د مسلمانانو رضایت او په نوي ګوډاګي حکومت د دوئ بارو او اعتماد وګوري نو د مقاومت او جهاد په ځائ تسلیمئ ته اړ شي او په دې سره د نورو مومنانو دغه جهادیانو ته د ورتګ او یا له دوئ سره د یو ځائ کیدلو مخه نیول کیږي. بشري مرستې چې ډیری وختونه “د دښمن هیواد ولسونو په وړاندې د زړونو او ذهنونو ګټلو جګړې" په نوم هم یادیږي، ځکه ویشل کیږي ترسو د مسلمانانو د جهاد او مقاومت لیوالتیا چې د اجیرو حاکمانو او قراردادي ملېشو په وړاندې یې د بیلا بیلو دلائلو په وجه لري د پام وړ کچې ته راټیټ کړي.
که داسي نوي نو د الله دښمنان یعني سره کفار مسلمانانو ته څه مجبوریت لري چې مرستې ورسره کوي؟
د امریکا ډالري کڅوړې به تر هغه په خپل وخت حواله کیږي تر هغه چې دلته د جهاد، هجرت او شریعت سره د دوحې قراردادیان دښمني پالي، او د مسلمان ملت او دولت په ځائ، افغاني دولت او ملت ته د یو سیاسي واحد په توګه ژمن وي. دا ډالري مرستې د دې لپاره هم ورکول کیږي چې مسلمانان هیڅکله له سیاسي، اقتصادي او نظامي اړخه اتحاد ونه کړي او قومي سیاست څخه هغه خوا هیڅ کله خپلمنځي ادغام رامنځته نه کړي. امریکا په دې ښه پوهیږي چې دا ادغام او اتحاد د دوئ سلطې، نړیوال نظم او په سیمه کۍ د دوئ د متحدینو ګټو او د دوئ ملي ګټو ته یو دوامداره ګواښ دې. امریکا په دې هم پوه ده چې د اقتصادي ودې او نظامي پیاوړتیا د ترلاسه کولو لپاره د مسلمانانو تر منځ تلپاتې پخلاینه اړینه ده. د پراختیا او هوساینې لپاره نږدې ټول اقتصادي، ټولنیز او سیاسي انسلاک یوازې د اسلامي دولت په راتلو رامنځته کیږي. بهر حال دا یو ښکاره حقیقت دې چې نن د هبة الله ملېشې د یوې کرایه شوي ځواک په توګه د اسلامي دولت پر وړاندې په مؤثره توګه کارول کیږي.
څه به مو سر خوږوم، د مرستو هدف واضح دې. د ۸۰ میلیون ډالري کڅوړو پرته له ځنډ هره اونۍ راتللو هدف د افغانیو ارزښت ساتل، ډاډمن اقتصادي وده او اقتصادي ثبات راوستل دي. اوس پروا نه کوي که دا مرستې په مسلمانانو د ملګري ملتونو له لوري ویشل کیږي او که د هبة الله ملېشو ته ورکول کیږي خو د ورځې په پای کې دغه مرستې په مستقیمه توګه د هبة الله ملېشو د واکمني په ټینګښت او پیاوړتیا کې له دوئ سره همداسې مرسته کوي لکه تیر جمهوریت.
دا چې امریکا ولې د دوئ د حکومت پایښت او بقاء غواړي دا ما پاس په دغه لیکنه کې ځواب کړه!
که څوک اعتراض او یا کومه پوښتنه لري مهرباني دې وکړئ لاندې دې ولیکي، که دا لیکنه مو خوښه شوه د نورو سره یې شریکول مه هیره وئ. مننه
Comments
Post a Comment