جمهوریت څنګه د استبداد لامل کیږي
په یاد ولرئ چې جمهوریت هیڅکله اوږد ژوند نلري. دا ډیر ژر خپل ځان ضایع کوي، لوګې کیږي او د ستوماتنیا وروسته ویجاړیږي. دا خبره بې ځایه ده چې ډیموکراسي د اشراف واكي یا پاچاهۍ او ملاکراسي په پرتله لږ کبرجن، لږ خود غرضه، لږ په چوکئ مین یا لږ لیواله یا حریص خلک واک ته رسوي. په واقعیت کې داسې نه ده او له تاریخي اړخه په هیڅ ځای داسې اسناد نشته چې دا وښاېي چې ډیموکراسي نیک خلک واک ته رسوي. د فساد لیوالتیا د حکومت په ټولو ډولونو کې او ټولو انسانانو کې یو څیر دي، په ځانګړي توګه کله چې بې حسابه او بی کتابه پریښول شي، د درغلیو، تاوتریخوالی او ظلم ترڅنګ مطلقیت تولیدوي.
په هر وخت کې د عقیدې داسې مجموعه شتون لري چې د خلکو له لوري یو سپیڅلي رتبه ته پورته کیږي او په اړه یې پوښتنه کول حرام او جرم ګڼل کیږي. د پیړیو راهیسې د عیسویت دین په اړه خلکوهمدا دریځ درلود، نن ورځ بیا ورته عقیده د جمهوريت او جمهوری دولت غوښتونکي لري.
جمهوریت یا ډیموکراسی، لکه څنګه چې اوس مهال په غرب کې تر ډیره پلي کیږي، دا د حکومت جوړونۍ ترټولو لوی شکل دی او هر څوک چې دا رد کړي د دوئ په ګمان د کفر مرتکب کیږي، یا لږتر لږه موږ ته دا درس ورکول کیږي. مګر لکه څنګه چې ډیري عیسویان د خپل واک د ساتنې لپاره جزمیات د یوې پردې په توګه کاروي، همداسې جممهوریتان هم خپل واک ساتلو لپاره جمهوریت په موږ خرڅوي. جمهوریت د خپلو سیاسي کمپاینونو او ټاکنو سره سره د خلکو د واکمنۍ خیالي فکر هغه پرده ده چې تر شا یې سیاستوال او بیوروکراټان په پرازیتي ډول ځان بډایه کوي او د ټولنې په اړه خپل فاسد لید پرموږ او نورو مسلطه وي. په دې مقاله کې به زه د عصري ډیموکراسۍ ځینې وژونکي نیمګړتیاوې تاسو ته در وپیژنم او په سمه توګه به یې تشریح کړم چې څنګه د ټولنیز ودې پرځای، جمهوریت په حقیقت د نرم مطلقیت یا استبداد یوې بڼې ته وده ورکوي.
د ازادۍ په نوم، د خلکو حکومت، د خلکو لخوا د خلکو لپاره د بنسټ په توګه تصور شوی، عصري جمهوریت په حقیقت کې فاسدو او ظالمانو ته واک ته د رسیدو لپاره اسانه لار هواروي. په پیل کې د زورواکي پر وړاندې د یوه مورچل په توګه د ودریدو په موخه زیږیدلی، دا حکومتي سیسټم په حقیقت کې د دولت او ملت کنټرول د یو څو کسانو په واک کې له ورکولو وروسته پای ته رسیږي.
ډیری بنسټونه او داسې ارزښتونه شتون لري چې د یوې آزادې او هوسا ټولنې لپاره اړین دي. لکه آزاد بازارونه، د کار مساوي ویش، د قانون حاکمیت چې ټولنه کې نظم او باور ته وده ورکوي، پیاوړې کورنۍ، حلالې پیسې، د ښوونځي هغه سیسټم چې د تعصب پر ځای ماشومانو ته تعلیم ورښاېي، پیاوړې رسنۍ چې د پروپاګند خپرولو پر ځای حقایق خپره وي. که یوه ډیموکراسي دا بنسټونه ساتي، نو یو څوک ادعا کولی شي چې دا د ټولنیز همغږۍ لپاره د سیاسي نظام ډیره ښه بڼه ده. خو که یوه جمهوریت په دوامداره توګه داسې حکومتونه رامنځته کوي چې دا بنسټونه او ورته ارزښتونه له منځه وړي، نو د ډیموکراسۍ ارزښت باید تر پوښتنې لاندې راوستل شي. نن په ټوله نړۍ کې ډیری جمهوري حکومتونه دا وروستی بنسټونو او ارزښتونه ته ژمن نه دي. د کورنۍ واحد څخه نیولې تر ښوونځي، رسنۍ، آزاد بازار، حلالې پیسې، سود او د قانون حاکمیت څخه نیولې تر نورو مسائلو ترڅنګ د نن سیاستوال او بیوروکراټان په فعاله توګه دا هرڅه ویجاړوي یا لږ تر دغه بنسټونه یې فاسده کړي.
دا چې دوئ ولې داسې کوي او د نننۍ ډیموکراسۍ نیمګړتیاوې کومې دي چې د داسې فاسدو حکومتونو زیږولو لامل کیږي دلته لاندې ئې ولولئ. خه، پوښتنه دا ده چې اخر ولې؟ بس راځئ چې ورشو او دا چې د نننۍ ډیموکراسۍ نیمګړتیاوې کومې دي چې د داسې فاسدو حکومتونو د تبارز لامل ګرځي؟
ګورئ ټول جمهوري حکومتونه ددغه تکراري ستونزې سره مخ دي، ځواک اکثر رواني شخصیتونه جذبوي. دا نه ده چې ځواک یو کس فاسد کوي بلکې دا د فاسدو لپاره مقناطیسي حیثیت لري. که په بل ډول یې واضح کړم په عصري سیاست کې ترټولو بد خلک هغه دي چې هر راز سياسي چل ول روا بولي، خود غرضه وي، او د کاذب ځانګړتیاو لرونکې وي. ځکه خو د سیاسي ټاکنو د ګټلو یا د لوړ رتبه بیوروکراټ موقف ته د رسیدلو چانس یې هم زیات وي.
دا چې دوئ ولې داسې کوي او د نننۍ ډیموکراسۍ نیمګړتیاوې کومې دي چې د داسې فاسدو حکومتونو زیږولو لامل کیږي دلته لاندې ئې ولولئ. خه، پوښتنه دا ده چې اخر ولې؟ بس راځئ چې ورشو او دا چې د نننۍ ډیموکراسۍ نیمګړتیاوې کومې دي چې د داسې فاسدو حکومتونو د تبارز لامل ګرځي؟
ددې پوښتنې د ځواب لپاره، موږ باید د دوه ډوله جمهوریت ترمنځ توپیر وپیژنو: یو یې مستقیم ډیموکراسي ده او بله یې غیر مستقیم ډیموکراسي.
مستقیمه ډیموکراسي
په مستقیمه ډیموکراسۍ کې د یو هیواد وګړي د ځانګړو ستونځو په اړه رایې ورکوي، معمولا د ټولپوښتنې یا ریفرنډم له لارې. په مستقیمه ډیموکراسۍ کې د اکثریت قاعده منل کیږي. که یو څوک د سیاسي جوړښت دغه بڼې ته په مثبت یا منفي نظر ګوري نو معمولا په دې پورې اړه لري چې دغه کس په اکثریت پورې او که اقلیت پورې اړه لري. هغه کسان چې په اکثریت کې دي په دې باور دي چې مستقیمه ډیموکراسي یو ښه سیسټم دې ځکه د دوی د غوښتنو د منلو لامل کیږي، پداسې حال کې چې کوم کسان په اقلیت کې دي اکثرا دا احساس کوي چې په مستقیم ډیموکراسي پر دوئ د ظلم روان دی.
خلاصه مستقیمه ډیموکراسي داسې ده لکه دوه لیوان او یو پسه، دا چې د غرمې ډوډۍ لپاره به په دوئ کې کوم یو پسه خوري دوئ په خپلو کې رایه ورکوي خو دا چې پسه څه غواړي اصلا د بحث وړ نه دی. ښه، نو ته او خدای اوس له اخلاقي او منطقي اړخه دا انصاف دې ؟
زه به یو بل مثال درکړم، فرض کړئ پنځه کسه په یوه خونه کې دي. په دوئ کې درې کسه یو نظر لري او دا دوه نور بل نظري، نو ددې دریو نظر به په دغه دوه نورو معتبر وي ځکه اکثریت دي. اوس تاسو وواېې چې دغه درې کسه کوم اخلاقي یا اسلامي حق لري چې خپل نظر په دغه نورو دوو کسانو تطبیق کړي؟ خه، کوم کرامتي، معجزوي ځواک په دغه دریو کسانو کې لیدل کیږي که نه یوازې په دې غوره دي چې ددی دوو نورو په پرتله په شمیر کې یې یو کس ډیر دې، چې په ناڅاپه ډول ددې نورو د ذهنونو، بدنونو او راتلونکي مالکان شول؟ ترڅو چې دوی دوه دوه وو، نو موږ به فکر کاوه چې هر سړی د خپل ذهن او بدن او راتونکې مالک دی. خو له هغه چې په دوئ کې یو کس کم دی، نو دوئ د ځان او خپل راتلونکي په اړه صلاحیت له لاسه ورکړې. ایا ورته سیسټم دغه دو کسانو ته سپکاوې نه دې؟
غیر مستقیم جمهوریت
راځئ چې د غیر مستقیم جمهوریت په اړه وغږیږو، دا چې موږ په جمهوریت کې د مستقیم جمهوریت یا د اکثریت قاعدې په ظلمونو ښه پوه شوپه دا بل به یې بحث وکړو. دلته په لویدیځ که څه هم دا ترټولو جدي ګواښ نه دی ځکه دوئ په غیر مستقیم ډیموکراسۍ کې ژوند کوي، خو حتا غیر مستقیم جمهوریت هم خلک دلته له سیاسي پلوه بې صلاحیته کړي او د خلکو ځواک یې نسبتا د پام وړکم دی.ځکه په غیر مستقیم، مُنتخب جمهوریت یا په بل عبارت انتخابي جمهوریت کې، موږ سیاستوالو ته رایه ورکوو چې بیا په نظري توګه زموږ د ګټو استازیتوب وکړي. مګر مُنتخب ډیموکراسي لکه څنګه چې په نظري توګه باید کار ورکړي، دا په عمل کې هغسې کار نه ورکوي. ځکه په نږدې ټولو ډیموکراټیکو هیوادونو کې لږ شمیر سیاسي نوماندان د یو څو سیاسي ګوندونو لخوا ټاکل کیږي چې د هر هیواد سیاسي سیسټم انحصار کوي او له دې نوماندانو څخه موږ هغه چا ته رایه ورکوو چې موږ یې غوره ګڼو، یا لږترلږه د فساد له امله مو ډیر نه خوښیږي. خو چې کله وټاکل شي، دغه سیاستوال د اکثریت د ګټو استازیتوب کولو پر ځاې په مکرر ډول خپلو ګټو یا هغه چا چې د ټاکنیز کمپائن لپاره دوئ ته پیسې ورکړي خدمت کوي.
خلاصه په غیر مستقیم جمهوریت کې د خلکو اراده هیڅ مانه نلري، بلکې د سیاستوالو اراده، د غټو شرکتونو له لوري د مسلکي لابیانو، استخباراتي ډلو او نور فعاله ډلو لخوا هڅول کیږي - چې په غیر مستقیم جمهوریت کې واکمني کوي او دا بهیر تر ډیره مدریت کوي.
اوس به د امریکا په مرسته جوړ د تیر جمهوریت بعضې زما خلک زما د دې لیکنې مخالف وي او دا استعدلال به کوي چې د غیر مستقیم جمهوریت ګټه دا ده چې موږ کولی شو هغه فاسده سیاستوالو ته رایه ورنه کړو چې زموږ په خدمت کې پاتې راغلي. په هرصورت، ستونزه دا ده چې عصري ډیموکراسي په ندرت سره صادق او اخلاقي سیاسي نوماندان تولیدوي. هر کله چې یو فاسد سیاستوال له دندې ګوښه شي، د هغه یا هغې پر ځای بل فاسد سیاستوال ټاکل کیږي چې یوازې د سیمې بیله بیلو او ځانګړو هیوادونو ته خدمت کوي. سربیره پردې، د دولت ملت حکومتونه دومره لوی او پیچلي شوي چې ډیری حکومتي لوبغاړي چې په موږ باندې حاکمان دي هغه پالیسۍ پلي کوي چې زموږ په ورځڼي ژوند منفي اغیزه کوي او یا هغه بیوروکراټان دي چې د عامه ټاکنو نه پروا ساتي او نه یې هم تر اغیزې لاندې راځي. دلته شاید د عصري ډیموکراسۍ ترټولو جدي نیمګړتیا دا وي چې جمهوري بهیر د حکومت په لوړو چوکیو کې د بدترینو کسانو د مخه نیولو توان نلري. دا خبره د ډیرو عواملو په وجه کوم: لومړی، د فاسد واک ماهیت شتون لري. د محدودو خلکو په لاس کې لامحدود واک تل د ظلم لامل ګرځي.
بل لامل چې د سیاستوالو اخلاقي فساد په ګوته کوي هغه دا دی چې زموږ په منځ کې تر ټولو بې رحمه او د واک وږي د اور شعلو په څیر د دولت واک ته متوجه دي. هغه څوک چې د سیاست لوبې ته ننوځي اکثر یې هغه اشخاص دي چې موږ لږ تر لږه غواړو چې پر موږ واکمن شي، که هغه دوستم، محقق، نواز شریف، عمران خان، کرزی، سیاف، شاه نواز تنې او داسې نور جنګسلاران یې ښه بیلګه ده.
ګورئ ټول جمهوري حکومتونه ددغه تکراري ستونزې سره مخ دي، ځواک اکثر رواني شخصیتونه جذبوي. دا نه ده چې ځواک یو کس فاسد کوي بلکې دا د فاسدو لپاره مقناطیسي حیثیت لري. که په بل ډول یې واضح کړم په عصري سیاست کې ترټولو بد خلک هغه دي چې هر راز سياسي چل ول روا بولي، خود غرضه وي، او د کاذب ځانګړتیاو لرونکې وي. ځکه خو د سیاسي ټاکنو د ګټلو یا د لوړ رتبه بیوروکراټ موقف ته د رسیدلو چانس یې هم زیات وي.
بلاخره کله چې دغه عوام فربیه طائفه واک ته ورسیږي، د ولسواکي سرابي عقیدې له امله دوئ په ډیره اغیزمنه توګه د خلکو له قهر څخه خوندي شي. ډیری خلک په دې باور دي چې په جمهوریت کې دا موږ خلک یو چې واکمان ټاکو او حکومت کوو، نو ځکه په ټولنیز ډول د واکمنانو د فساد، بې کفایتۍ، خیانت او بد اخلاقۍ پړه په ځان اچوي. خو دا باورونه دا حقایق له پامه غورځوي چې د سیاستوالو په کړنو موږ اصلا هیڅ اغیزه نلرو او دا د هغو سیاستوالو او بیوروکراټانو څخه مسؤلیت نه لرې کوي چې د هغه پالیسیو مسؤل دي چې ټولنه ویجاړوي. سربیر پردې، کله چې دا باور کیږي چې دا خلک دي حکومت کوي، د دولتي ځواک د خطرناکې ودې په وړاندې بیا زموږ مقاومت خودبخود کمزوری کیږي ځکه د جمهوریت لاندې د واکمنانو او په چا چې دوئ واکمني کوي ترمنځ توپیر ډیر روښانه نه وي. دا ګنګوسې هم را منځ ته کیږي چې توپیر اصلا نور شتون نه لري، ځکه په جمهوري حکومت کې هیڅوک د هیچا لخوا نه ټاکل کیږي، بلکې همدا خلک دي چې واکمني کوي. په دې اساس د دولت د واک پر وړاندې د خلکو مقاومت په سیستماتیک ډول کمزوری کیږي او خلک هرې پالیسي او حکومت کړنلارې ته غاړه ږدي.
Comments
Post a Comment